لنډه کيسه: غلا

ساخت وبلاگ
بډوډي رستم تر ماسپښینه په چوک کې ولاړ و خو څوک رانغلل چې کار ته یې بوځي. یو سوړ اسویلی يې وکېښ: آخ لورکۍ! نه...نه، یو څه باید وکړم... ټوله شپه ‎دې ويښه تېره کړه.شاوخوا ته یې وکتل. لکه چې پر کوم ښه څيز يې سترګې لګېدلې وي، شونډې یې وېړې شوې. جیب ته یې لاس کړ، یو زوړ شکېدلی شلګون یې را وویست. کلک یې په موټي کې ونیو او د هغه دوکان خوا ته وخوځېد چې له لرۑ یې په نښه کړی و. دوکان ته ننوت. د کمپيپوټر شاته د ناست هلکي په غوږ کې يې څه وویل. هلکي ورته کړل: لیکل او پرنټ یې دواړه لس افغانۍ کېږي.هغه شلګون نور هم په خپل موټي کې کلک کړ او تر لنډ سوچ وروسته یې وویل: " سهي ده، خو لږ بېړه وکړه چې راباندې ناوخته نه شي".هلکي د کمپیوټر پر کیبورد ګوتې تیرې کړې او تر څه لیکلو وروسته يې پرنټر ته لاس ور اوږد کړ. پاڼه يې له پرنټر نه را واخیسته او رستم ته يې ورکړ. رستم پاڼه تاوه کړه او همدا چې هلته د میز پر سر له ایښي شکاستیپ نه یې یو څه له خپلې شهادت ګوتې تاو کړه، په منډه له دوکانه ووت. شاه دوشمشېره ته چې ورسېد، ‎پښه نیولی شو: "مستوراتو ته ورشم‎، که ابن سینا ته؟"تر لنډ سوچ وروسته مخ پر جادې وخوځېد: " دې ورځو کې پر مستوراتو ډېر خلک رامات وي، اول همدلته ځم. "د لارې په اوږدو کې د خلکو شور او جگو غږونو بیا د خپلې لورکۍ له درده بیگاني زگېروي ور په یاد کړل. ګامونه يې ورو شول. د خپل ښي لاس پر لستوڼي یې خپلې اوښکې پاکې کړې او د لسو دقیقو لاره یې شلو دقیقو کې ووهله. روغتون ته په رسېدو، شاوخوا ته یې په ځیر ځیر وکتل. د روغتون له وره سره نږدې پایې ته ودرېد. پاڼه یې له جیب نه را وکښله او تر شونډو لاندې لګیا شو: "که د وخته خلاص شوم، خامخا کور ته ځم، که پاتې شوم بیا یوه پلمه به وکړم".اوږده ساه يې واخیسته: "کور ته پ لنډه کيسه: غلا...
ما را در سایت لنډه کيسه: غلا دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : lawang بازدید : 65 تاريخ : شنبه 14 مرداد 1402 ساعت: 19:11

د ماشومانو لپاره کيسې څرنګه ليکل کېږي؟په کيسه ليکنه کې؛ که هغه لنډه وي که اوږده او يا د لویانو لپاره او که د ماشومانو؛ د موضوع موندل لومړی او اساسي ګام دی؛ په تېره بيا هغه موضوع، چې نوې وي او د تکنيکي اصولو پر بنسټ وليکل شي. پر نورو اصولو سربېره د کيسه ليکنې يو بل اساسي کار د ژبې کاروونه او د نثري اصلوبو مراعتول دي. د دې خبرې معنا دا ده، چې هره کيسه بايد د خپلې موضوع په بنسټ کيسه ييزه ژبه ولري. د کيسو کره کتونکي پر دې اصل ځکه ډېر ټينګار کوي، چې زموږ د ډېرو کيسو ژبه ډېره اوږده او مقاله يي وي او لوستونکي ترې د کيسې پوره خوند نه شي اخستلای. ماشومانو ته کيسه ليکل خپل ځانګړي خصوصیات لري، چې ليکوال يې بايد مراعت کړي. کره کتونکي وايي، چې تر ممکنه حده پورې بايد د ماشومانو په کيسو کې له کمو او ډېرو معمولو کلماتو استفاده وشي. دا اړتيا هغه وخت ډېر احساسېږي، چې د عمر په نسبت ماشومانو ته کيسې وليکل شي. ايمل پسرلي پخپله يوه ليکنه کې، چې په تاند ويبپاڼه کې خپره شوې؛ وايي، چې د ماشومانو د عمر او د هغوی د درک د قوې په پام کې نيولو سره بايد هغوی ته کيسې وليکل شي. هغه د عمر مرحلې له دريو تر پنځه کلنو، له پنځو تر نهو کلنو او له لسو تر پنځه لسو کلنو پورې وېشلې دي. د ايمل پسرلي په باور له دريو تر پنځه کلنو پورې کيسې بايد ډېر ساده او ماشوم ته د هضمولو وړ وي. د دې عمر کيسو لپاره د نثر مسجع والی، د جملو لنډوالي او د رنګه تصويرونو په کښلو هم ټينګار کېږي. دلته بله مهمه خبره دا هم کېږي، چې د دغه عمر ماشومانو ته نباید، چې وېروونکې کيسې ولیکل شي، لکه د ديوانو او پریانو، ځکه د دوی پر ذهن بده اغېزه کوي او په نهایت کې د بدۍ احساس په کې قوي کېږي. له پنځه کلنو تر نهه کلنو پورې ماشومانو ته ښايي هغه ډول کيسې و لنډه کيسه: غلا...
ما را در سایت لنډه کيسه: غلا دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : lawang بازدید : 61 تاريخ : شنبه 14 مرداد 1402 ساعت: 19:11